Phone

پوښتنه: آیا د بول خپرونه زما د هوښیار موبایل سره سمون لری؟

ځواب: د بول خپرونه په انډرایډ مبایلونو کی د ۴ نسل او یا د هغی څخه د نوی ماډلونو سره سمون لری. مونږ هڅه کوو چی د بول خپرونه لا پراخه د لاس رسی وړ وکرځو. که چیری ستاسو اوسنی مبایل دی خپرونی سره سمون نه لری، مهربانی وکړی په داوم دار ډول ددی پاڼی څخه لیدنه وکړی.

پوښتنه: آیا د بول د خپرونی څخه د استعمال لپاره زه باید حتمی د ۳ جی کڅوره فعاله ولرم؟

ځواب: نه- د وروستې نرخونه د لیدلو لپاره تاسو کولای شی د WIFI (بیسیم انټرنټ) له لاری په کور، دفتر او یا انټرنټ کافه کی له انټرنت سره ونښلۍ او همدا رنګه کولای شی د EDGE, GPRS, 3G/4G له لاری په خپل موبایل کی انټرنټ سره و نښلۍ.

پوښتنه: آیا زه نه شم کولای چی په ګوګل پلی کی د افغان په نوم یو حساب چی د افغانستان د وسیدونکو لپاره ځانګړی شوی وی جوړ کړم؟ څنګه کولای شم بول په خپل موبایل کی ترلاسه او یا ډاونلوډ کړم؟

ځواب: په خواشینی سره د اوس لپاره ګوګل پلی د افغانستان د وسیدونکو لپاره ځانګړی خدمتونه نه وړاندی کوی. مګر تاسو کولای شی د ګوګل پلی د حساب د جوړولو په وخت کی د یو بل مملکت نوم د لست څخه وټاکي او د بول خپرونه ترلاسه او یا ډاونلوډ کړی.